تخار کې د پاکو اوبو ۱۳ څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې

Dec 30, 2023 - 12:29
 14
تخار کې د پاکو اوبو ۱۳ څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې

د تخار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د دغه ولایت په دشت قلعه، خواجه غار او خواجه بهاالدین ولسوالیو کې د ۱۳ ژورو څاګانو د کېندولو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارلو خبر ورکړی دی. د یاد ریاست مشر شېراحمد ویلي، چې یادې څاګانې د آغا خان دفتر له لوري د (یو ان اچ سي ار) په مالي ملاتړ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ کېندل شوي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د نوموړي په وینا دغه څاګانې راستنېدونکو کډوالو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه کیندل شوې دي او ۶۸۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.