کندهار کې د شیعه‌ګانو د يوه جومات پر ملا امام د چاقو برید سوی

Dec 27, 2021 - 10:43
 6
کندهار کې د شیعه‌ګانو د يوه جومات پر ملا امام د چاقو برید سوی

په کندهار کې د شيعه‌ګانو د یوه جومات ملا امام او درې نور لمونځ کوونکي د چاقو په ګوزارونو ټپيان سوي.

یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور سي ارسنیو ته وویل چې یکشنبه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې د شیعه‌ګانو اړوند د امام علي په جومات کې یو کس د ماسپښين تر لمانځه وروسته د دې جومات پر امام یاسین سروري د چاقو په وسیله برید کړی او هغه‌یې سخت ټپي کړی.

د سرچینې په وینا نورو لمونځ کوونکو د امام د ساتنې هڅه کړې چې په هغوی هم بریدګر ګوزارونه کړي او ټپیان کړي یې دي.

بریدګر نیول سوی او د طالبانو مسؤلینو ته سپارل سوی دی.

د پېښې ټپيان هم روغتون ته انتقال سوي، خو د جومات د امام یاسین سروري وضعه ښه نه‌ده.

په کندهار کې د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

که څه هم د دې پېښې انګېزه تر اوسه نه‌ده معلومه، خو تر دې مخکې په کندهار کې د شعیه‌ګانو پر یوه جومات په انتحاري حمله کې لسګونه کسان مړه او ټپیان سوي وو چې مسؤلیت‌يې داعش وسله‌والو یا د اسلامي دولت ډلې منلی و.

تر هغې پېښې وروسته کندهار کې د شیعه‌ګانو د جوماتونو امنیتي تدابیر زیات سوي دي.