پنجشېر کې سلګونه خلکو د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون اعتراض ته دوام ورکړ

Dec 27, 2021 - 10:30
 6
پنجشېر کې سلګونه خلکو د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون اعتراض ته دوام ورکړ

د پنجشېر سلګونه اوسېدونکو تر بېګا ناوخته د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون خپل اعتراض ته دوام ورکړ.

معترضینو خبریالانو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د طالبانو وسله‌والو د یکشنبې په ورځ د محمد اقا په نوم یو ځوان په ډزو وژلی دی.

د مظاهرې ګڼې وېډیوګانې په خواله رسنیو خپرې سوي.

د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني د معترضینو منځ ته ورغلی و او ډاډ یې ورکړ چې پېښه به څېړل کېږي.

خراساني وویل: "د وژنې یا ځپنې امر د مشرانو له‌خوا نه‌دی سوی. هر څوک چې په خپل سر هر جنایت وکړي نیول کېږي او سزا ورکول کېږي."

په پنجشېر کې که څه هم تر څو اوونیو پورې د طالبانو او د مقاومت ډلې جګړه روانه وه، خو دا لومړی وار دی چې د دې ډلې تر واکمنېدو راوروسته سلګونه کسان مظاهرې ته راوځي.

طالبانو که څه هم په پنجشېر کې د زور زیاتي خبره او د ځينو خلکو وژنه رد کړې، خو تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان طالبان په پنجشېر کې په جنګي جنایتونو له هغې ډلې د ملکیانو په وژنه تورن کړي وو.