امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول سوي دي

Dec 28, 2021 - 13:45
 9
امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول سوي دي

امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له والدینو پرته بېول سوي دي.

امریکايي رسنۍ وايي د تخلیې په ماموریت کې سلګونه داسې ماشومان راوستل سوي چې تر دې دمه یې د کورنۍ او مور او پلار په اړه هېڅ راز معلومات نسته دي.

سي ان ان په خپل یوه تازه راپور کې وايي، د دوی موندنې ښيي چې تر دې دمه ۱۴۵۰ داسې ماشومان تشخیص سوي چې کورنۍ یې ورسره نسته دي.

د دوی عمرونه د لسو او اوولسو کلونو ترمنځ دي.

په امریکا کې د افغان کډوالو د تنظیم مسوولینو هم ویلي چې دا مسئله د اندېښنې وړ ده او دا هم نه ده معلومه چې دغه ماشومان به کله او چېرته له خپلې کورنۍ سره بېرته یو ځای سي.

تر دې وړاندې هم ځينو امریکایي بنسټونو ددغه ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښنه ښوودلې وه.