هلمند کی بست د روغتیایي علومو انستیتیوت له ۲۶۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د خزاني کانکور ازموینه واخیستل.

Oct 22, 2021 - 20:37
 13

هلمند کي نن جمعه د عقرب لومړۍ نیټه  د بست روغتیایي علومو انستیتیوت د خپل خزاني کانکور په لړ کي له ۲۶۰ تنه زده کړیالانو چي له هغي جملي ۱۶۹ تنه نارینه او ۹۱ تنه ښځینه وه په دریو څانګو کي د یاد انستیتیوت څوارلسم پړاو کانکور ازموینه واخیستل.
د بست روغتیایي علومو انستیتیوت ریس احسان الله احسان وویل :موږ پدې هڅه کي یو تر څو لایق او  وړ زده کړیالان جذب او ټولني ته په معیار برابر اشخاص معرفی کړو احسان زیاته کړه چي دا ازموینه د دوی ددې هڅې ښکارندویي کوي.
په ازموینه کي ګډون کوونکوزده کوونکو وویل: موږ هڅه کوو چي خپل د خوښي څانګي ته بریالی سو او په راتلوونکي کي هیوادوالو ته د خپل مسلک مطابق خدمت وړاندې کړو.
هلمند کي داسي مهال دبست روغتیایی علومو انستییوت ګڼ شمیر زده کوونکي دکانکور ازموینه کي برخه اخلي چي له وړاندي یو شمیر نور زده کوونکو د بست پوهنتون په بیلابیلو پوهنځیو کي د خزاني کانکور ازموینه ورکړي وه.