هلمند کي بست خصوصي پوهنتون له ۱۶۵ تنه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل.

Oct 22, 2021 - 17:24
 10
هلمند کي بست خصوصي پوهنتون له ۱۶۵ تنه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل.
هلمند کي بست خصوصي پوهنتون له ۱۶۵ تنه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل.

هلمند کي نن جمعه بست خصوصي پوهنتون د خپل خزاني کانکور په لړ کي له ۱۶۵ تنه  نارینه او ښځینه زده کونکو څخه چي  ۱۴۰تنه نارینه او ۲۵ تنه ښځینه وه په شپږو بیلابیلو پوهنځیو کي د شلم پړاو کانکور ازموینه واخیستل.
هلمند کي  بست خصوصي پوهنتون  په شپږو بیلابیلو پوهنځو کي له زده کوونکو د خزاني کانکور ازموینه واخیستل په یادو مراسیمو کي  د بست پوهنتون ریس محمود سنګین د یادي ازمویني د پوره شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چي بست پوهنتون به په لوړعلمي معیار زده کوونکي وروزي او هڅه به وکړي تر څو هلمند اوافغانستان ته علمي کدرونه وړاندې کړي.
د کانکور ازمویني پر مهال  د هلمند پوهنتون استازي ډاکټر سعید سعیدي د کانکور ازمویني ګډون کوونکي وهڅول تر څو په راتلونکي کي په بیلابیلو برخو کي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او ټینګار یې وکړ چي خپل تر وس او توان پوري دهلمندي محصلینو د ستونزو د حل او هغوی ته د فرصتونو د برابولو په برخه کي پوره هڅه کوي.
بل لور ته بیا د کانکور ازمویني ګډون والو خوښي څرګنده کړل او زیاته یې کړل چي تر بریالیتوب وروسته خپلو لوړو زده کړو ته په بست پوهنتون کي ادامه ورکړي.
دا ازموینه داسي مهال اخیستل کیږي چي پدې وروستیو کي ډیرۍ زده کوونکي د خراب اقتصادي حالت له امله  له لوړو زده کړو محروم سوې دي او یا یې په ورته کانکور ازموینو کي ګډون ندی کړې.