افغان سوله؛ د طالبانو، خلیلزاد او قطري چارواکو ناسته
په قطر کې د طالبانو دفتر د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د قطر بهرنیو چارو وزیر سره د دې ډلې د سیاسي مرستیال د لیدنې خبره کوي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم په خبره، دا درې اړخیزه ناسته بېګا وشوه او پکې د دوحې تړون پر پلیتابه، د افغانستان پر روان حالت او افغانانو خپلمنځي خبرو باندې وغږېدل.
ښاغلي خلیلزاد تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
وروستیو کې هغه کابل ته راغلی و او د لنډمهالي حکومت طرحه یې له افغان چارواکو او سیاستوالو سره شریکه کړه