د ازادو سیالیو افغان اتل نصرت حقپرست خپل مکسیکويي سیال مات کړ

ازادو لوبو ۲۵ کلن افغان اتل نصرت حقپرست خپل مکسیکويي سیال رفا ګارسیا ته ماتې ورکړه.

ګارسیا د امریکا د لویې وچې په کچه د ازادو سیالیو نامتو اتل دی چې په مخکنیو ۱۲ لوبو کې یې یوه هم نه وه بایللې.

لوبه نن یکشنبه مارچ ۱۴ (کب ۲۴) د امریکا په لاس ویګاس سټېټ کې پیل شوه چې د لوبې تر پایه حقپرست د ښو نمرو په اخیستلو وکړای شول له      خپل سیال نه لوبه وګټي.

د ازادو لوبو (UFC) بنسټ په یوې خپرې شوې ویډیو کې نصرت حقپرست له لوبې وروسته ویلي: "کله چې موږ لوبه کو د سیال د نوم او ریکارډونو په اړه باید اندېښنه ونه لرو موږ باید په خپلې وړتیا باور وکړو. دغه لوبه ماته ډېره ښه تجربه وه."

نصرت دا هم وویل چې ځوان دی او غواړي لږ تر لږه لس کاله نور هم دغه لوبه وکړي.د ازادو لوبو اتل نصرت حقپرست ۱۵ وارې په یو اف سي بنسټ کې لوبې کړي او یوازې دوه یې بایللي دي.

د حقپرست دغه بریا په خواله رسنیو کې خلکو ستایلې او د لا بریاوو هیله یې ورته کړې ده.له دې مخکې بل افغان اتل عبدالعظیم بدخشي تېره اونۍ خپل اذربایجاني سیال مات کړی و.

د ارګ نه په خپرې شوې اعلامیې کې بدخشي ته مبارکي ویل شوې ده.