یو شمېر هېوادونو د اقلیمي بدلون په اړه مهم ساینسي رپوټ کې د بدلونونو هڅه کړې

یو شمېر هېوادونو د اقلیمي بدلون په اړه مهم ساینسي رپوټ کې د بدلونونو هڅه کړې

د اقلیمي بدلون پر ضد د مبارزې لړ کې د یوه مهم ساینسي رپوټ په اړه افشا شویو اسنادو ښودلې چې یو شمېر هېوادونو دې مهم ساینسي رپوټ کې د بدلون راوستلو هڅه کړې.

دا اسناد ښيي چې ځینې هېوادونه اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو وړاندیزونه له پامه غورځوي.

په دې افشا شویو اسنادو کې،‌ چې بی بي سي هم لیدلي، معلومه شوې چې د سعودي، جاپان او اسټرالیا په ګډون ځینې هېوادونه له ملګرو ملتونو غواړي د ډبرو سکرو په څېر د جامدو سون توکو کارولو په اړه له خپلو سپارښتنو تېر شي.

رپوټ کې دا هم څرګنده شوې چې ځینې شتمن هېوادونه د زرغونې تکنالوژۍ پر لور د بیوزله هېوادونو پرمختګ لپاره د پیسو ورکولو پر موضوع پوښتنې راپورته کوي.

دا (نفوذ) د اقلیمي بدلون اړوند (کاپ-۲۶) راتلونکي‌کنفرانس په تړاو هم پوښتنې راپورته کوي، چې په پام کې ده، نومبر کې وشي. دې کنفرانس کې به د اقلیمي بدلون سوکه کولو او د ځمکې تودوخې درجې کابو کوله په هکله پاموړ ژمنې وغوښتل شي.

په افشا شویو اسنادو کې له اقلیمي بدلون سره په غوره ساینسي انداز د مبارې لپاره د ملګرو ملتونو ساینسپوهانو ډلې ته د حکومتونو، شرکتونو او نورو اړوند ادارو داسې ۳۲ زره سپارښتنې شاملې دي.

د ای پي سي سي په نامه د بین الحکومتي پلاوي دغه رپوټ هر شپږ یا اووه کاله وروسته په دې موخه چمتو کېږي، چې د اقلیمي بدلون اړوند ساینسي لارې چارې وارزول شی.

حکومتونه بیا د همدې رپوټ پر بنسټ له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره پلانونه چمتو کوي او د دې پلاوی وروستی رپوټ د سکاټلنډ په ګلاسګو کې د اقلیمي بدلون اړوند راتلونکې غونډې پرېکړو لپاره خورا مهم بلل کېږي.