بریتانیا: پر 'اومېکرون' د اخته کسانو د بستري کېدو احتمال لږ دی

Dec 25, 2021 - 16:39
 4
بریتانیا: پر 'اومېکرون' د اخته کسانو د بستري کېدو احتمال لږ دی

د بریتانیا د عامې روغتیا ادارې پرن جمعه(د مرغومې ۳مه) اعلان وکړ چې لومړنۍ نښې او احصایې ښيي چې د کرونا په اومېکرون بڼې د اخته سوېو کسانو د بستري کېدو احتمال لږ دی.

د بریتانیا د روغتیا د ملي ادارې یا (این ایچ ایس) د راپور له مخې، د کرونا د ډېلټا پرتله پر اومېکرون بڼې د اخته سوېو کسانو د بستري کېدو احتمال له ۵۰ تر ۷۰ سلنې لږ دی.

د دې ادارې له څېړنو سره سم، سره له دې چې د اومېکرون بڼې شدت لږ دی، خو د کرونا تر نورو بڼو ژر خپرېږي او د واکسینونو پر وړاندې یې مقاومت ډېر دی.

څېړونکي وايي، دا چې د څېړنو پر اساس تراوسه د کرونا د اومېکرون بڼې له کبله د ناروغۍ شدت کم دی یا یې له کبله مړینې کمې ښودل کېږي، ښايي له دې سره هم تړاو ولري چې اوس ډېرو خلکو واکسین کړی دی.