اسلام اباد یوې محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی.

Mar 1, 2023 - 11:31
 49
اسلام اباد یوې محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې پر عمران خان تور دی چې د واک پر مهال له نورو هیوادونو یې اخیستي تحفې خرڅې کړې دي.

پاکستان کې د ( توشه خانه) په نامه یوه اداره سته چې ولسمشر، لومړي وزیر او نورو چارواکو ته بهرنیو هیوادونو ته د سفرونو پر مهال ورکړل کیدونکې تحفې هلته ساتل کېږي.

خو عمران خان د سرو زرو یو ساعت او ځینې نورې تحفې چې د سعودي د بادشاه او ولیعهد لخوا و ورکړل سوي وو خرڅې کړې او یا یې هم کور ته وړي دي.

سکون راډیو