د اجین سمندرګي کې د کډوالو د بېړۍ ډوبېدو پېښې ۱۶ کسان وژلي

Dec 25, 2021 - 19:36
 8
د اجین سمندرګي کې د کډوالو د بېړۍ ډوبېدو پېښې ۱۶ کسان وژلي

د اجین په سمندرګي کې پرون جمعه(د مرغومې ۳مه) د کډوالو د یوې بیړۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سمندرغاړي ځواکونه وایي چې د یونان د پاروس ټاپو په نژدې اته کیلومترۍ کې د بېړۍ تر ډوبېدو وروسته دوی ۶۲ وژغورل.

ژغورل سوېو کسانو ویلي دي چې بېړۍ کې شااوخوا ۸۰ سپاره وو.

چارواکي وایي چې تېره شپه ژغورونکو د نورو تري تم سوېو د موندلو لټه وکړه.

دا په تېرو څو ورځو کې د یونان په اوبو کې د کډوالو د ډوبېدو درېیمه پېښه ده چې د ټولو قربانیانو شمېر یې تر دې دمه دېرسو ته رسېدلی دی.