اېپکس کمېټۍ غونډه: د ترهګرۍ ختمول، معاشي بحالي او سياسي ثبات د يو بل سره تړلي دي

Feb 25, 2023 - 18:10
 24
اېپکس کمېټۍ غونډه:  د ترهګرۍ ختمول، معاشي بحالي او سياسي ثبات د يو بل سره تړلي دي

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د مرکزي اېپکس کمېټۍ غونډه سوې، په ملک کې په وروستيو کې د ترهګرۍ د پېښو وروسته د حالاتو جاج اخستل سوی دی.

د جمعې په ورځ ناوخته د وزیراعظم د دفتر څخه په جاري سوي خبر کې د غونډې حال وړاندې کړی سوی او ويل سوي "په غونډه کې د 30 جنورۍ په پېښور پوليس لاين کې او بيا په 19 فرورۍ په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر د شوو ترهګرو پېښو او د هغې وروسته د حالاتو جاج اخستل سوی دی".

ويل سوي د حساسه ادارو استازو په ملک کې د امنيت مجموعي حال او ترهګرۍ ضد عملياتو احوال غونډې ته وړاندې کړی دی.

د وزيراعظم هاوس د خبر ترمخه په غونډه کې "اتفاق سوی چې د ترهګرۍ خاتمه، معاشي بحالي او سياسي ثبات د يو بل سره تړلي دي".

او زياته کړی سوې چې "پاکستان د کورنۍ بې ثباتۍ متحمل نه سي کېدی قومي يو والی، اتحاد او ګډه مبارزه د وخت ضرورت دی په دغه لړ کې قومي اتفاق راې جوړه کړی سي او په منځ کې جوړ خنډان دې لرې کړی سي".

په غونډه کې د ترهګرۍ ضد په عملياتو د پوځ، پوليس، رېنجرز، اېف سي، سي ټي ډي او پوليس کردار ستایل سوی او ویل سوي په غونډه کې "په نېشنل اېکشن پلان د عمل کولو او تېرې غونډې په فېصلو د پرمختګ جاج هم اخستل سوی دی".

د بيان ترمخه په غونډه کې د ترهګرۍ د پېښو او امنیتي ځواکونو د عملياتو په مهال د مطبوعاتو د خپرونو او په ځانګړي ډول ټولنيزو رسنيو په کردار غور سوی او زیاته کړی سوې د مطبوعاتي ادارو او سايبر سپېس او ترهګرۍ اړونده قاعدو څخه به لارښوونه ترلاسه کولی سي.

په بيان کې ويل سوي د مطبوعاتي ادارو سره په ګډه به تګلاره جوړولی سي چې د بېړنيو حالاتو په مهال د اوازو، او ناسمو خبرونو څخه په خلکو کې د ويرې خورېدو سره د امنيتي ادارو په عملياتو کې خنډ جوړ نه سي.

وزیراعظم شهباز شريف ویلي، "ملک د چېلنجونو سره مخ دی د مالياتي نړیوالې ادارې [ايي اېم اېف] سره په سختو شرطونو خبرې منل کيږي خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند د نوم ويلو بغېر یې وويل چې يوه ډله په سړکونو ده په ملک کې اړی ګړی جوړوي دغه ګام سخت د غندلو وړ دی".

د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د پوځ مشر، مرکزي وزيرانو، او د څلورو واړو اعلا وزيرانو ګډون کړی دی.

سکون راډیو