د امریکا او اروپا فضایي څیړنیزې ادارې فضا ته نوی ټلسکوپ استوي

Dec 25, 2021 - 16:45
 4
د امریکا او اروپا فضایي څیړنیزې ادارې فضا ته نوی ټلسکوپ استوي

د امریکا فضایي تحقیقاتو اداره ( ناسا) او د اروپا فضایي اداره ( ایسا) غواړي چې نن فضا ته یو نوی پرمختللی ټلسکوپ واستوي.

د ستورپېژندونکو په باور دا ټلسکوب به د کایناتو د مطالعې په برخه کې یو انقلاب راولي.

ټاکل سوې ده چې د جېمز وېب په نوم ټلسکوپ د اریان سپېس توغندي په ذریعه له فرانسې څخه په سیمه ییز وخت د غرمې یوه بجه او شل دقیقې د فضا په لور واستول سي.

که له پلان سره سم فرانسوی توغندی په خپل وخت وتوغول سي نو په متحد ایالاتونو کې دا جوړ ټلسکوپ به چې ۶۳۵۰ کیلوګرامه وزن لري شپږ ویشت دقیقې وروسته له توغندي بیل سي او بیا به د نژدې یوې میاشتې په ترڅ کې په فضا کې سم ځای پرځای سي.

پر دې ټلسکوپ ۹ میلیارده ډالر لګښت راغلی دی چې د نژدې لسو کلونو په موده کې جوړ سوی دی.