د سږکال اوسکار جایزې چا وګټلې؟ ویل سمیت ولې په کرس راک ګوزار وکړ

Mar 29, 2022 - 17:34
 6
د  سږکال اوسکار جایزې چا وګټلې؟ ویل سمیت ولې په کرس راک ګوزار وکړ

د اوسکار اکاډمۍ د جوایزو د ورکولو مراسم تېره شپه یکشنبه مارچ ۲۷ (وري اوومه) د امریکا د لاس انجلس د هالیووډ په سټوډیو کې ترسره شول او د نور کلونو په پرتله له شور او ځوږ څخه ډک وو.

په دغو مراسمو کې د ښه فلمي لوبغاړي جایزه ویل سمت ته د « King Richard » په فلم کې د ښه رول لوبولو له کبله ورکړل شوه. ویل سمت سندرغاړی هم دی او په علي، لیجند او ځینو نورو مشهورو فلمونو کې هم ښه لوبېدلی دی.

جسیکا جسټن بیا د « The Eyes of Tammy Faye » فلم کې د ښه کار له کبله د اوسکار د غوره ښځینه لوبغاړي جایزه واخیسته. نوموړې د « X Man » په فلمونو کې د لوبېدو له کبله نړیوال شهرت ترلاسه کړی دي.

د کال د غوره فلم په توګه د « CODA » فلم ته جایزه ورکړل شوه. دا فلم د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ «روبي» په ژوند باندې دی. روبي په دغه فلم کې د داسې یوې کورنۍ غړې ده چې یوازې همدا په کې غږ او خبرې اورېدلای شي او کورنۍ یې د کب نیوونې کاروبار کوي. روبي د خپلې کورنۍ د دغه کار د روان ساتلو او پاللو لپاره هره ورځ ښوونځي ته تر تګ مخکې کار ته ځي.

د « ENCANTO » فلم بیا د تصویر له پلوه د ښه متحرک (انیمیتډ) فلم په توګه وپېژندل شو. دا فلم په یوې داسې نجلۍ جوړ شوی چې د جادو ځواک لري. سره له دې چې خلک دې نجلۍ ته دومره پام نکوي، خو نهایتآ خپله کورنۍ له خطر څخه ژغوري.

د نړیوالو فلمونو په برخه کې بیا « DRIVE MY CAR » جاپاني فلم ته د کال غوره جایزه ورکړل شوه. د دغه فلم داستان په هغه کس ورټول دی چې ښځه یې مړه شوې ده او دا غواړي خپل موټر ته یو موټروان پيدا کړي. بالاخره یوه پیغله نجلۍ دې کار ته اماده کېږي او ډېر ژر دا دواړه په خپلو کې سره نژدې ملګري شي.

د لنډو فلمونو په برخه کې « THE LONG GOODBYE » ته د کال غوره جایزه ورکړل شوه. انیل کابرا او احمد ریاض په ګډه د دغه فلم داستان لیکلی دی.

د څپېړې پېښه

د اوسکار د جایزو د مراسمو په مهال یوه غیر عادي پېښه هم وشوه چې د ډېرو مینه والو پام يې د فلمونو له جایزې څخه بل لوري ته واړوه.

د مراسمو په ترڅ کې امریکايي ټوکمار کریس راک د فلمي ستوري ویل سمیت په ښځې باندې ټوکه وکړه. د یوې ناروغۍ له کبله د سمیت د ښځې جیدا پنکېټ د سر وېښته توی شوي دي.

ټوکمار چې د غوره جایزو ګټونکي یې اعلانول، د سمیت ښځه یې مخاطبه کړه اوویل چې نشي کولای د «جي آی جین۲» یو بل فلم ته منتظر پاتې شي.

د «جي آی جین» په فلم کې یوه عسکره خپل د سر ټول وېښته خريي. د ټوکمار اشاره هماغه فلم ته وه. خو له دغې خبرې وروسته ویل سمیت سټیچ ته پورته شو او ټوکمار یې په څپېړې وواهه او ورته یې وویل چې بیا یې په ښځې باندې ټوکه ونکړي.

مګر، کله یې چې د غوره لوبغاړي جایزه واخسته،د اوسکار له کمېټې او ټولو مینه والو څخه د دغه کار له کبله بخښنه وغوښته.

د اوسکار د جایزو مراسم هر کال ترسره کېږي.