اروپایي ټولنه: د نجونو د زده کړو مخنیوی د اسلامي امارت اعتبار کمزوری کوي

اروپايي ټولنې د ا ا ا لخوا د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندولو په اړه غبرګون کې ویلي چې د نجونو د زده کړو مخنیوی به پر طالبانو د نړیوالو همکارانو د باور کمېدو لامل شي.
اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ ناوخته مارچ ۲۹ (وري اتمه) په یوې اعلامیې کې د اسلامي امارت دغه اقدام غندلی او هغه یې د ټولو ماشومانو د زده کړو له حق څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
یادې ټولنې زیاته کړې "هیڅ مذهبي او ټولنیز دلیل هیڅ کله نشي کولای چې دا ډول یو نابرابر چلند" توجیه کړي.
که څه هم د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویلي و چې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ به د نجونو او هلکانو پر مخ ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو د تیرې چهارشنبې په ورځ یې په یوې اعلامیې کې وویل چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر امر ثاني پوري بند وي.
د اسلامی امارت د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي و چې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستلو مخکې باید ځینو «عملي ستونزو» ته رسیدګي وشي.
اروپايي ټولنې ویلي چې اسلامي امارت تر دې مخکې له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې ټولو زده کوونکو ته به د زده کړو شرایط برابر کړي، خو په خبره یې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندل یې د طالبانو د ژمنې خلاف بللي دي.
اروپايي ټولنې ویلي چې د اسلامي امارت دغه اقدام به په کور دننه او بهر د اسلامي امارت حکومت د مشروعیت فرصت له منځه یوسي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د مارچ میاشتې پر ۲۳مه وویل چې د نجونو د زده کړو مخه نیول د هغوی د حقوقو نقض دی او په خبره یې دافغانستان راتلوونکی هم ګواښي.
د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او برتانیې هم په یوې ګډې اعلامیې کې د طالبانو دغه اقدام غندلی و او د طالبانو له حکومت يې غوښتي و چې خپل پرېکړه بیرته واخلي او د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو خبر ورکړ، خو د نجونو تر شپږم پورته تولګي یې بند کړل.
د پوهنې وزارت ویلي و چې دوی په دې اړه پر یوې هر اړخیز طرحې کار کوي.
سره له دې چې د اسلامي امارت د واکمنۍ څه باندې اووه میاشتې تیریږي تر اوسه د هغوي حکومت هیڅ یو هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.
نجونو او میرمنو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول د اسلامي امارت څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهم غوښتنه ده.
د ۱۹۶۹ څخه بیا تر ۲۰۰۱ کال پوري پر افغانستان د اسلامي امارت د تیر حاکمیت پر مهال هم نجونو زده کړو ته لاس رسی نه لاره.