عمران خان ته د نه باور رایه؛ د اپوزېسیون ګوندونو غونډه پای ته ورسېده

Mar 29, 2022 - 16:53
 8
عمران خان ته د نه باور رایه؛ د اپوزېسیون ګوندونو غونډه پای ته ورسېده

په داسې حال کې چې لومړي وزیر عمران خان ته د پاکستان پارلمان کې د نه باور رایې ورکولو لپاره غونډه د مارچ تر ۳۱ ځنډول شوې، پلازمېنه اسلام اباد کې د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد (پي ډي ایم) غونډه هم پای ته ورسېده.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې د غونډې ختمولو اعلان وکړ.

د یادونې ده، چې دې غونډې ته د پاکستان له بېلا بېلو سیمو سیاسي فعالان د لاریونونو په بڼه راغلي وو.

مولانا فضل الرحمان غونډې ته وینا کې لومړی وزیر عمران خان مخاطب کړ او په وینا یې، ''زموږ لاس ستا ګرېوان ته رسېدلی دی، اوس ځان نه شې ژغورلای. ''

بل لور واکمن تحریک انصاف ګوند د باور رایې ترلاسه کولو لړ کې د پاکستان مسلم لیګ  ' ګوند ملاتړ ترلاسه کړی، خو د بلوچستان یوه بل اتحادي ګوند بلوچستان عوامي پارټي له تحریک انصافه خپله لار بېله کړې ده.

اپوزېسیون یوه مشر شهباز شریف وايي، د دی ګوند څلور پارلمان غړي به د عدم اعتماد تحریک کې د دوی ملاتړ وکړي.

د یادونې ده، چې د پاکستان مسلم لیګ  ' ګوند یوه مشر چوهدري پروېز الهی چې د پنجاب ایالتي پارلمان مشر هم دی، او لومړي وزیر عمران خان تر منځ پر دوشنبه یوه غونډه کې له اوسني اعلی وزیر عثمان بزدار استعفا غوښتل شوې، خو د دوشنبې تر ماخوستن پورې د نوموړي له لوري دې لړ کې غبرګون نه دی څرګند شوی.

ویل کېږي، لومړي وزیر چوهدري پروېز الهی له خپل لوري د پنجاب اعلی وزارت څوکۍ لپاره کاندید کړی.

بل لور د پاکستان پخواني لومړي وزیر میا نواز شریف لور او د پاکستان مسلم لیګ  ' ګوند مشرې مریم نواز د اپوزېسیون ګوندونو غونډې ته وینا کې ادعا وکړه، چې لومړي وزیر عمران خان د پارلمان غړو باور تر څنګ د خپلو ګوندي ملګرو باور هم له لاسه ورکړی.

نوموړې د غونډې ګډونوالو ته وویل، ''د مولانا په مشرۍ عمران خان ته د خداي په اماني ویلو لپاره (اسلام اباد) ته راغلي یو. ''

د یادونې ده چې د پاکستان فدرالي پارلمان تر څنګ د هېواد تر ټولو لوی ایالت پنجاب کې هم د واکمن تحریک انصاف ګوند پر ضد د بې باورۍ یا عدم اعتماد تحریک وړاندې شوی دی.

د پاکستاني قانون له مخې په مرکزي پارلمان یا قامي اسمبلۍ کې د عدم تحریک له وړاندې کېدو لږ تر لږه درې ورځې وروسته او له یوې اونۍ مخکې باید د پارلمان غړو رایه واخیستل شي.

د عدم اعتماد تحریک بریالیتوب لپاره اپوزېسیون ګوندونه باید د پارلمان ۱۷۲ غړو ملاتړ او رایې ترلاسه کړي.

بل لور لومړی وزیر عمران خان ادعا کوي چې د حکومت پر ضد یې توطئه چمتو شوې، چې په وینا یې له بهر سره تړاو لري.