هلمند کې سږکال د هندواڼو او خټکیو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

Jul 25, 2023 - 22:05
 32
هلمند کې سږکال د هندواڼو او خټکیو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

سږکال په هلمند ولایت کې د هندواڼو او خټکیو په حاصلاتو کې د پخوا په پرتله څو برابره کموالی لیدل کیږي، خو قیمتونه یې د نورو کلونو په پرتله څو برابره لوړ سوي دي.

د دغه ولایت هغه بزګران چې روان کال یې هندواڼې او خټکي کرلي وه د خپلو اوسنیو محصولاتو څخه خوښ دي، هغوی زیاتوي که څه هم یاد کښتونه یې لږ کړي وه خو وایي د روان کال قیمتونو یې راتلونکي کال ته هم د میوو وه کرلو ته وهڅول.

ددې ولایت اوسیدونکي او کښته ګر له حکومته غواړي چې میوه جاتو ته یې منظم ټاکلی ځای او د خرڅلاو لپاره مارکیټونه جوړ کړي. د دوی په خبره چې په دوبي موسم کې یې میوې ټوله ورځ لمر ته او په ژمي موسم کې باد او باران ته پرتې وي چې د ډیرو اقتصادي ستونزو سره یې لاس او ګریوان کړي دي. هغوی له مسؤلینو دا هم غواړي چې د هندواڼو او خټکیو د رانیولو او خرڅولو بازار یې د فراه، هرات او مرکز کابل په شان له سالانه او مجموعي راکړي ورکړي څخه د وزن او ترازو راکړي ورکړي ته واړوي.

په همدې مهال د هلمند زراعت ریاست مسؤلین هم په هندواڼو او خټکیو کې د روان کال کمبود تاییدوي او وایي چې د پخوا په پرتله له نیم څخه زیات کموالی راغلی دی.

هیره دې نه وي چې هلمند له فراه وروسته د افغانستان دویم لوی زراعتي ولایت دی چې میوه جات او غلجات یې د هیواد نژدې ټولو ولایتونو ته رسیږي.

محمد نسیم شاکر

سکون راډیو