هلمند کې اکبر خیریه بنسټ پرانیستل سو.

Dec 25, 2022 - 18:17
Dec 25, 2022 - 18:20
 19
هلمند کې اکبر خیریه بنسټ پرانیستل سو.

هلمند ولایت چي د افغانستان لسمه برخه تشکیلوی او ډیرئ اوسیدونکي یې  دې وروستیو کي له سختو اقتصادي ستونزو او کړاونو سره مخ دی نن  یک شنبه رسما اکبر خیریه بنسټ په دغه ولایت کې له اړمنو، بی وزلو او ناچارو کسانو د لاسنیوي په موخه پرانیستل سو.

هلمند کې د اکبرخیریه بنسټ مسول عبدالله حقمل وویل: دا کار یې د هلمندیانو د لاسنیوی لپاره کړی ځکه اوسنی شرایطو ته په کتو هلمندیان له سختو اقتصادی ستونزو  سره لاس او ګریوان دي چي دا بنسټ به تر یو بریده ورسره مرسته وکړی ترڅو یې اړتیاوي ورته پوره او لاسنیوي وکړو. 

دهمدې بنستټ  د پرانیستلو سره هم مهاله له یوه خصوصي کادري روغتتون او یوي خصوصي ښوونځي سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سوو، تر څو د کادری روغتون لخوا د دوي په لارښوونه د غریبو هیوادوالو سره په طبی برخه کې مرسته وکړي او خصوصی ښوونځي به د هیواد بی وزله او یتیمو ماشومانو ته په وړیا توګه زده کړی ورکوي .

بل لور ته د هلمند ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسول مولوی محمد قاسم ریاض هلمند کې د اکبر خیریه بنسټ پرانیستنه نیک ګام وباله او زیاته یې کړه، د هلمند ولایتی اداره د دا ډول خیریه بنسټونو بشپړ ملاتړ کوي. ریاض زیاته کړل چي داسي بنسټونه باید په پور شفافیت سره کار وکړي ترڅو د ولس بارو راخپل کړي.

په ورته وخت کې هلمند میشتي هم د یادې کړنی هرکلی کوي او وایې دا ډول بنسټونه باید په سختو شرایطو کې د بی وزلو هیوادوال سره مرسته وکړی.

هلمند ولایت کې اکبر خیریه بنسټ داسی مهال رسما په فعالیت پیل وکړ چی تر دې وړاندي د یو شمیر خیریه بنسټونو فعالیتونه  د رسمي جواز د نه لرلو له کبله د حکومت له لوري درول سوي وه.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو