هلمند کي په لومړۍ ځل لپروسکوپي ماشینرۍ په فعالیت پیل وکړ
نن پنجشنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د تور یا غوایی میاشتي په ۲۸ مه نیټه د روغتیا په برخه کي په یوه خصوصي روغتون کي د لپروسکوپي ماشینري عملآ په فعالیت پیل وکړ لپروسکوپي یا د بطني ناروغیو لیزري عملیات به له دې وروسته په هلمند ولایت کي د پرمختللي ماشینري په مټ ترسره کیږي.
نن پنجشنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د تور یا غوایی میاشتي په ۲۸ مه نیټه د روغتیا په برخه کي په یوه خصوصي روغتون کي د لپروسکوپي ماشینري عملآ په فعالیت پیل وکړ
لپروسکوپي یا د بطني ناروغیو لیزري عملیات به له دې وروسته په هلمند ولایت کي د پرمختللي ماشینري په مټ ترسره کیږي.
په هلمند ولایت کي د همت خصوصي روغتون مسول ډاکټر محمد ولي همت وایی په لومړي ځل یې هلمند ته د شاوخوا ۴ میلونو افغانیو په ارزښت د لپروسکوپي یا بطني ناروغیو لیرزي ماشینري راوړي ده چي په مټ به یې له دې وروسته د بطن د ناروغیو په تشخیص او عملیاتو کي تري استفاده کیږي.
د هلمند د عامي روعتیا ریس ډاکټر سیداحمد سعید سکون راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چي هلمند کي په خصوصي سکټور کي د لپروسکوپي ماشینري په فعالیت پیل وکړ چي ډیر ژر به په دولتي چوکاټ کي هم په فعالیت پیل وکړي دده په خبره دا ماشینري به د بطنی ناروغیو لکه اپنډیکس،د تریخو ډبرو،نسایی ولادي ناروغیو چي مخکي به یې تداوي په خلاصو عملیاتو کي کیدل چي ددې ټکنالوژي په مټ به په لیزري ډول سره عملیات ترسره کیږي چي دا روغتیا په برخه کي یوه ښه لاسته راوړنه ده.
بل لور ته بیا روغتیا پالان د پرمختللي ټکنالوژي شتون د ناروغیو په تشخیص او تداوی کي خورا اړین ګڼي او په وینا چي دا د روغتیایی سکتور د ودې او پرمختګ سره ډیره مرسته کولای سي.
هلمند کي داسي مهال لپروسکوپي ماشینري په فعالیت پیل وکړ چي ډیرۍ وخت هلمند میشتي د خپلو ناروغیو د تشخیص او تداوي په موخه ګاونډیو هیوادونه ته سفر کوي چي د ډیر لګښت او اوږد سفر څخه شکایتونه کوي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو