په لښکرګاه ښار کي بهر ته د اوسپني یو تن قاچاق کوونکی ونيول سو.

May 22, 2023 - 22:54
May 25, 2023 - 13:55
 8
په لښکرګاه ښار کي بهر ته د اوسپني یو تن قاچاق کوونکی ونيول سو.
په لښکرګاه ښار کي بهر ته د اوسپني یو تن قاچاق کوونکی ونيول سو.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار د شپږمي امنېتي حوزې د توپ غونډۍ په سیمه کي په اوسپنه بار یوه عراده تراکتور ونیول سو.
مسئولینو رسنیو ته وویل د دوی د ځواکونو لخوا په اوسپنه بار یوه عراده تراکتور یې نيولی دی، د دوي په خبره چي یاد کس غوښتل په غير قانوني او قاچاقي ډول اوسپنه له هیواده بهر ولېږدوي چي د امنېتي ځواکونو له لوري ونیول سو.
د مسئولینو په خبره له ياد تراکتور سره یې یو تن هم نيولی او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل سوی دی.
د يادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم په یو شمېر ولسوالیو کي د امنېتي ځواکونو له لوري یو شمېر قاچاق کوونکي نیول سوي او د قانون منګولو ته سپارل سوي دي.
سکون راډیو