د هلمند اوسیدونکي: د چاه انجیر ساختماني دستګا د بیا فعاله کیدو غوښتنه کوي.

دا د هلمند نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر سیمه کي ورانه ویجاړه ساختماني دستګا ده چي یو وخت یې د افغانستان د بیلا بیلو سیمو په رغولو کي اساسي رول درلود.
دا دستګاه څه باندي ۷۰ کاله وړاندې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ سوي ده چي کورنیو لسیزو جګړو پر مهال ورانه ویجاړه سوي ده.
د هلمند اوسیدونکي ددې ساختماني دستګا د بیا فعاله کیدو غوښتنه کوي د دوي په خبره که دا دستګا ورغول سي د هیواد د ابادي او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کي به اغیزناکه تمامه سي.
د هلمند سیمه ایز مسولینو د یوي خبري ناستي پر مهال وویل چي ولایتي اداره پدې هڅه کي ده چي دمالي وزارت اوخصوصي سکتور سره په همږغي ددې دستګاه د بیا فعاله کیدو لپاره زمینه برابره کړي.
د هلمند اوسیدونکي داسي مهال ددې دستګا د بیا فعاله کیدو غوښتنه کوي چي ډیري برخي د جګړو پر مهال ویجاړي سوي او رغول یې ډیرو امکاناتو ته اړتیا لري.
حافظ احمد نصرت
سکون راډيو