د کرکټ د نړیوال لوبغالي اړوند ځمکې ارزونه کیږي.

Oct 29, 2022 - 17:23
 27
د کرکټ د نړیوال لوبغالي اړوند ځمکې ارزونه کیږي.
د کور او ښار جوړونې وزارت وايي د دوي د تیرې اونۍ په یو خپور سوي خبر کې په کابل کې د کرکټ نړیوال لوبغالي ته د ځانګړې سوې ځمکې د پراخوالي په اړه یوه ټیپ اشتباه سوې وه او د ځمکې کچه پنځوس (۵۰) جریبه ښودل سوې وه، چې په اصل کې دغه ځمکه سل (۱۰۰) جریبه ده.
‏دوي وایي اوس یې دغه اشتباه اصلاح کړې او د ځمکې کچه سل جریبه ده چې چارې به یې پر مخ ولاړې سي.