د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير وايي، چې په ډیورند کرښه باندې مشکلات ایجادول نه د پاکستان او نه هم د افغانستان په گټه دي.

Dec 25, 2022 - 17:29
 8
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير وايي، چې په ډیورند کرښه باندې مشکلات ایجادول نه د پاکستان او نه هم د افغانستان په گټه دي.
‏نوموړي د مالي جریمو د معافیت غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې دوی په وار وار پاکستان ته احوال ورکړی چې شته مشکلات د دیپلوماسي او مفاهمې له لارې حل کړي.
‏نوموړي زیاته کړې چې پاکستان باید له افغانستان سره د اصولو پر اساس تجارت او راشه درشه وکړي، او که افغانستان دې هیواد ته د ترانزیتي لارو سره ټوله مرکزي اسیا پرانیستې نو افغانستان هم باید وکولای سي د پاکستان د ترانزیتي لارو څخه استفاده وکړي.
سکون راډیو