نن د هلمند مرکزي فوټبال لوبغالي کي د ولسوالیو په سطحه د فوټبال سیالۍ پایته ورسیدې.

Jul 22, 2023 - 16:22
 32
نن د هلمند مرکزي فوټبال لوبغالي کي د ولسوالیو په سطحه د فوټبال سیالۍ پایته ورسیدې.

داسیالې چي د هلمند فوټبال فدراسیون له لوري دوه اونۍ مخکي د شپږو ولسوالیو ګریشک،ګرمسیر،ناوه،مموسی قلعه،نادعلي او مارجې فوټبال لوبډلو ترمنځ په ګروپي بڼه پیل سوې وي، نن یې پایلوبې د ګریشک او نادعلي ولسوالیو لوبډلو ترمنځ ترسره سوه،د دې سیالیو پایلوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ پوره وخت کي 1_1 مساوي پایته ورسیده،خو د ګریشک ولسوالۍ فوټبال لوبډلي بیاپه پینالټیو کي د نادعلي لوبډلي ته 3_2 ګولونو ماتې ورکړه او په دې بریا سره یې د یادو سیالیو اتلولي وګټل.

د هلمند فوټبال فدراسیون مسؤلینو سکون راډیو ته وویل چي دا لومړۍ ځل دی،چي دا ډول سیالۍ ترسره کیږي،نوموړي زیات کړه چي راتلونکي کي به ددې ولسوالیو تر څنګ د نورو ولسوالیو لوبډلو ترمنځ هم دا ډول سیالۍ په لاره واچوي.

په همدې مهال بیا د هلمند یو تن ورزشي خبریال احمد مسعود دا سیالۍ ډېرې ارزښتمنې وبللې،نوموړي چې دا سیالۍ د مرکز او ولسوالیو لوبغاړو ترمنځ همږغي راولي،ترڅو دوی وکولای سي چي په ولایتي سطحه سیالیو کي ولوبیږي.

ورته مهال کي بیا لوبغاړو د خوښۍ ترڅنک د هلمند فوټبال فدراسیون څخه مننه وکړه چي د دې ډول سیالیو لپاره ورته زمینه برابروي،دوی له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چي نور دې هم د ولسوالیو لپاره په مرکز کي لوبې برابرې کړي.

هلمند کي داسې مهال د ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پایته رسیږي،چي له دې مخکي دلته یوازي د مرکز لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره سوي دي.

نصیراحمد فضلي

سکون راډیو