د کرکټ نړیوال جام؛ د افغان لوبډلې ځینو لوبو لغوه کېدو د کرکټ مینه وال خپه کړي !

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان د ځينو لوبو لغوه کېدو د کرکټ مینه وال خپه کړي.
د کرکټ ګڼ افغان مینه وال د استرالیا په باراني موسم کې د نړیوال جام په ترسراوي نیوکه لري او وايي هیله یې وه چې دا لوبې بل ځای پلان سوې وای.
د پکتیکا یوه اوسېدونکي عبدالباري نعیمي ازادي راډيو ته وویل: "کاشکې دا د استرالیا پر ځای یو بل چېرته پلان سوې وای چې د افغانستان لوبې له سیالو ټيمو سره شوې وای.
موږ د ښې لوبې په تمه وو او همدارنګه زموږ هیلې دا وې چې افغانستان سږ کال نړیوال جام کې ښه وځلېږي او له سیالو ټیمونو لوبې وګټي.
کاشکې دا لوبې نه وای خرابې سوې."
په نړیوال جام کې چې د استرالیا په کوربه توب روان دی د افغانستان دوه لوبې د باران په سبب لغوه سوې.
لومړۍ د اکټوبر په ۲۶مه له نیوزیلنډ او بله د اکټوبر په ۲۸مه له ایرلند سره.
سکون راډیو