د سکي په اسیايي لوبو کې ۴ افغان لوبغاړي ګډون کوي

Jan 5, 2022 - 16:04
 30
د سکي په اسیايي لوبو کې ۴ افغان لوبغاړي ګډون کوي

د سکي په اسیايي لوبو کې څلور افغان لوبغاړي ګډون کوي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش اداره وايي، څلور افغان لوبغاړي به د سکي په اسیايي لوبو کې چې په پاکستان کې کېږي، ګډون وکړي.

یاده اداره د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سکي سیالیو لپاره یې لوبغاړو پوره تیاری نیولی دی.

د سکي کوالیفای سیالۍ د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنوري په ۱۴مه نېټه په پاکستان کې پیلېږي چې د افغانستان په ګډون د ۸ اسیايي هېوادونو لوبغاړي په کې ګډون کوي.