اقتصادي بحران او په افغانستان کې د بانکونو نه حلېدونکې ستونزې

Jan 5, 2022 - 16:10
 9
اقتصادي بحران او په افغانستان کې د بانکونو نه حلېدونکې ستونزې

په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې افغانان وايي، د سړې هوا سربېره یې له بانکونو د خپلو پیسو د ایستلو بهیر د ستونزو لمن نوره هم پراخه کړې.

د دوی په خبره، د خپلې پانګې د ایستلو لپاره اړینه ده چې ساعتونه ساعتونه د بانکونو مخ ته په جوړو سوېو کتارونو کې ودرېږي.

کابل مېشتي احمد خبریالانو ته وویل، په یوه خصوصي بانک کې ډالري اکاونټ لري، خو په خبره یې په کې خپلو شخصي پیسو ته لاسرسی نه لري: "ستونزې ډېرې دي. که ډالر په بازار کې سل افغانۍ وي، دوی یې کم حسابوي. په هرو سلو ډالرو کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو زیان کوم. وړاندې یې اوونۍ کې ۲۰۰ ډالر ورکول اوس ۴۰۰ ورکوي، خو دا ستونزه نه حلوي. موږ نیمه شپه ځوو، نمبر نیسوو، خو دا چې پیسې به را ورسېږي که نه، معلومه نه ده."

په کابل کې یوه بانک ته انتظار خلک
په کابل کې یوه بانک ته انتظار خلک

یو بل کابل مېشتی علي حسین وايي، ان د هغو پیسو په ایستلو کې ستونزې سره مخ دی چې د ویسټرن یونین له لارې ور استول سوي: "دوه، درې ورځې کېږي چې په دې سړه هوا او واوره کې چې ناامني هم زیاته شوې، سهار وختي راځم. هر بانک ته ورځم، خو پیسې نه راکوي، نه پوهېږم چې څه ستونزه ده. بهانه یې دا ده چې موږ ویسټرین یونین نه لرو. په داسې حال کې چې دوی دا خدمات لري. کله دا وايي چې سیسټم خراب دی، لنډه دا چې موږ سرګردانه کوي."

خو هغوی چې بیا په په دې بانکونو کې یې نسبتاً ډېرې پیسې پرتې دي، له دې لا ډېرو ستونزو سره مخ دي.

کابل مېشتی نظر محمد وايي، په یوه خصوصي بانک کې یې زیاتې پیسې پرتې دي او وضعیت دا ډول دوام وکړي، کلونه باید په تمه سي چې خپلې پیسې واخلي.دی وايي، په هغو لږو پیسو چې هره اوونۍ یې اخلي، هیڅ هم نه شي کولای: "سهار څلور بجې باید نوبت ونیسم. څلور ورځې وړاندې دې نوم اخلي او هغه پیسې چې را کوي نه مو ترې خیر کتلی او نه هم برکت. زما هیله دا ده چې د خصوصي بانکونو په اړه یوه پرېکړه وسي، څو حالت نورمال سي. نږدې شپېته تر اوویا زره ډالر پانګه مې بانک کې ده او بیخي حیران یم چې څه وکړم؟"

د اګسټ له ۱۵مې وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، په افغانستان کې بانکي خدمتونه له ستونزو سره مخ سول، سره له دې چې طالب چارواکو په ځلونو د دې ستونزې د حل ژمنه کړې، خو د پنځو میاشتو په تېرېدو سره، لا هم په خپل ځای ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د نړیوالې ټولنې له‌خوا له افغانستان سره مالي مرستې بندې سوې. دې کار د افغانستان په بانکي سیسټم بد اغېز وکړ او نږدې ټول بانکونه یې د پیسو له کمښت سره مخ کړي.

خو د افغانستان بانک چارواکي د تل په څېر یو ځل بیا د دې ستونزې د حل ژمنه کوي، هغه ژمنه چې په تېرو پنځو میاشتو کې لا پوره سوې نه ده.

کابل کې د ای ټي ایم ماشین
کابل کې د ای ټي ایم ماشین

د دغه بانک ویاند صابر مومند رسنیو ته وویل:"د افغانستان بانک هڅه کړې چې په دې برخه کې اسانتیاوې راولي. موږ د خلکو د ستونزو په اړه د خصوصي بانک له مسوولانو سره خبرې کړي او ورته مو ویلي چې مشتریانو ته باید لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د بانک مسوولانو هم ژمنه کړې چې د خپل توان پورې به دې ستونزو ته پام وکړي. موږ د خلکو غږ بیا هم سوداګریزو بانکونو ته رسوو او هڅه مو همدا ده چې د خلکو ستونزې حل سي."

افغانان وايي، د ای‌ټي‌ام ډېر ماشینونه چې له لارې به یې په ډېرې اسانۍ خپلې پیسې ویستلې، اوس غیر فعال دي. له همدې امله خلک بانکونو ته ځي او هلته په اوږدو کتارونو انتظار باسي.

د اګسټ په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د افغانستان بانکي زېرمه یې کنګل کړې، دې پیسو ته اوس طالبان لاس‌رسی نه لري او افغانستان کې اقتصادي بحران ته لار پرانستې.

د دې تر څنګ د نړیوالو له ‌خوا د طالبانو له حکومت سره مالي مرستې هم بندې سوې او دې کار هم د افغانستان اقتصادي بهیر اغېزمن کړی.

د طالبانو له حکومت مخکې د تېر جمهوري نظام ۷۵ سلنه کلنۍ بودجه په بهرنیو مرستو ولاړه وه، د دې مرستو په درېدو سره د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو سازمانونو د افغانستان د اقتصادي بحران او سقوط په اړه خبرداری ورکړی دی.