چین وايي، افغان چارواکي بايد په کابل کې پر هوټل د سوي بريد جدي پلټنه وکړي

Dec 14, 2022 - 15:29
 31
چین وايي، افغان چارواکي بايد په کابل کې پر هوټل د سوي بريد جدي پلټنه وکړي
چین وايي، افغان چارواکي بايد په کابل کې پر هوټل د سوي بريد جدي پلټنه وکړي
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په يوه خبري ناستې کې په کابل کې پر يوه هوټل د تېرې ورځې بريد په کلکو ټکو وغانده.
نوموړي پر ياد بريد ژوره خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل، چې چين له افغان لوري غوښتي، چې دغه پېښه جدي وڅېړي، عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي او په افغانستان کې د چيني اتباعو، شرکتونو او سازمانونو امنيت په اغېزمنه او ښه توګه وساتي