کرسټیانو رونالډو د سعودي النصر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی

Dec 31, 2022 - 11:52
 6
کرسټیانو رونالډو د سعودي النصر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی

سعودي‌ عربستان کې د فوټبال النصر کلب اعلان کړی چې د نړۍ په کچه د دې لوبې پېژندل شوي پرتګالي ستوري کرسټیانو رونالډو سره یې تړون لاسلیک کړی دی.

النصر ویلي چې رونالډو به تر ۲۰۲۵ کاله له دوی سره وي.

کرسټیانو څو میاشتې وړاندې تر یوې لانجمنې او بحث پارونکې مرکې وروسته چې پر مانچستر یونایټډ لوبډله یې پکې نیوکې کړې وې، له دې لوبډلې جلا سو.‌

هغه دې مرکه کې ویلي و چې مانچستر یونایټډ ورسره خیانت کړی.

د رپوټونو له مخې د سعودي النصر لوبډلې هغه ته د کال څه باندې ۲۱۴ میلیون ډالرو ورکړې ته غاړه ایښې.

د فوټبال تاریخ کې تر دې وړاندې له کوم لوبغاړي سره پر دومره لوړه بیه هوکړه نه ده سوې.‌

له دې سره رونالډو ویلي په لیوالتیا سره دغه نوي هېواد او لوبډله کې لوبېدو ته شیبې شمېرې.

النصر لوبډلې هم دا تړون تاریخي بللی او هیله یې ښودلې چې دا ګام به سعودي عربستان کې د فوټبال لیګ د ودې او دغه سپورت ته د نجونو او هلکانو د ځوان نسل د هڅېدو لامل سي.

کرسټیانو رونالډو د روان کال اوړي کې د الهلال لوبډلې ۳۰۵ میلیون ډالري وړاندیز رد کړی و.

مانچستر یونایټډ د فوټبال نړیوال جام تر پیل څه موده مخکې وویل چې رونالډو سره همکاري پای ته رسوي.

بل خوا هغه ته یوه نږدې ژورنالیست پېرس مورګان تر دغه اعلان وروسته وویل چې دغه پرتګالي لوبغاړي ورته د تلیفون لنډ لیکلي پیغام کې ویلي "له پنجرې د یوې خوشې سوې الوتونکې په څېر احساس لري."