هلمند کي د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رسمي ټورنمیټ پیل سو.
دا د هلمند تازه جوړ سوی جمنازیم دی چي تازه پکښي د هلمند فوټسال کمیټي له لوري د ۳۲ لوبډلو ترمنځ رسمي سیالیو کوربه دی.
د ټورنمینټ پرانیستي مراسیمو کې حکومتي مسولینو،لوبغاړو، د مرکز لښکرګاه ښار او بیلابیلو ولسوالیو سلګونو ځوانانو ګډون درلود.
د سیالیو پرانیستلو مراسیمو ته ځانګړي تدابیر نیول سوي وه چي ګڼ شمیر ورزشکارانو ورزشي نمایشونه ننداري ته وړاندي کړل.
د هلمند فوټبال فدراسیون مسول رنګین خان دفټاني سکون راډيو ته وویل چي دا سیالي چي د ۳۲ لوبډلو ترمنځ نن پیل سوي شاوخوا یو میاشت به دوام وکړي چي د همدې لوبغاړو له منځه به وروسته ولایتي لوبډلي جوړوي چي هغوی به بیا په دومداره ډول رسمي لوبي ترسره کوي.
د ورزشي لوبو څارونکی او هلمند کي د لوبډلو روزونکی عبدالقیوم څپاند بیا د داسي سیالو په لاره اچول خورا مهم یادوي او په وینا یي چي داسي ابتکارونه به د ځوانانو او ورزش کارانو مورال ډیر لوړ کړي دهغه په وینا چي دا لومړي ځل دی چي هلمند کې داسي سیالي په لاره اچول کیږي.
بل لور بیا د همدې فوټسال لوبي یو شمیر لوبغاړي خورا خوښ دي چي په عصري او معیاري جمنازیم کې سیالۍ ترسره کوي، دوی وایی مخکي یې د فوټسال لوبو لپاره میدانونه نه لرل نو ځکه د همدي لوبو مینوال هلمند کې کم وه.
دوی هلمند کې د فوټسال لوبو د ودي لپاره د ډيرو جمنازیمنوو جوړولو او دا ډول سیالو په لاره اچولو غوښتنه وکړل.
هلمند کې په لومړي ځل د فوټسال لوبو پرانیستنه وسول چي مخکي داسي سیالۍ په لاره نه وي اچول سوي دا چي داسي ټورنمنیټونو په لاره اچول به د ځوانو لوبغاړو په موندلو او هلمند کې د فوټسال لوبو د دود کولو برخه کې څومره اغیزناکه ثابته سي هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډيو