استرالیا د ۲۰۲۱ د کرکټ د شل اوریز جام سیالیو اتلولي وګټله

استرالیا د ۲۰۲۱ د کرکټ د شل اوریز جام سیالیو اتلولي وګټله

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۳) په دوبۍ کې وشوه.

د دغه نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په وروستیو کې په عمان او اماراتو کې پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.

په پایلوبه کې نیوزلنډ لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې د کپتان کیم ویلیمسن د ۸۵ منډو په مرسته یې استرالیا ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

استرالیا دا هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹م اور کې پوره کړ او په لومړي ځل یې د شلو اورونو د سیالیو اتلولي وګټله.

په عمومي ډول ۱۶ لوبډلو په دغو سیالیو کې برخه لرله چې د لومړۍ برخې اتو ټیمونو یې له یو بل سره سیالۍ وکړې او د سر څلور ټیمونه یې د کرکټ د نړیوالې شورا د اتو نورو هغو لوبډلو سره یو ځاې شول چې دغه نړیوال جام ته یې مستقیمآ لاره کړې وه. افغانستان هم مستقیمآ دغه نړیوال جام ته لار موندلې وه.

د نړیوال جام د سیالیو په دویمې مرحلې کې ۱۲ ټیمونه وو او په دوو برخو وېشل شوي وو. افغانستان په دویم ګروپ کې له کوربه هند، پاکستان، نیوزلنډ، سکاتنلډ او نمیبیا سره و. په بل ګرپ کې انګلنډ، استرالیا، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، سريلانکا او بنګله دېش وو.

افغانستان په پنځو لوبو کې له سکاتلنډ او نمیبیا څخه وګټلې او په پاکستان، هند او نیوزلنډ یې وبایللې.

د دغه نړیوال جام په نیمه پایلوبو (سیمې فاینل) کې نیوزلنډ پاکستان او استرالیا انګلنډ ته ماتې ورکړې.

د کرکټ د نړیوالې شورا اعلان کړی و چې د دغو سیالیو ګټونګي او اتل ټیم ته به ۱.۶ میلیون ډالر او دویم مقام والا ته به ۸۰۰ زره ډالر ورکوي.

همدغه راز په نیمه پایلوبو (سیمې فاینل) کې به بایلونکې هرې لوبډلې ته ۴۰۰زره ډالر ورکوي.

د ۱۲ لوبډلو په هر بري سره هرې لوبډلې ته ۴۰زره ډالر جایزه په پام کې نیول شوې وه.

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په هرو دوو کالونو کې یو ځل کیږي. تېرکال د کروناویروس له کبله دا سیالۍ ونشوې. بل شل اوریز نړیوال جام په ۲۰۲۲ کې په استرالیا کې کیږي.