ارجنټاین لوبډله کور ته ستنه سوه، په ویاړ یې یوه ورځ عمومي رخصتي اعلان سوې.

Dec 20, 2022 - 20:48
Dec 20, 2022 - 20:49
 9
ارجنټاین لوبډله کور ته ستنه سوه، په ویاړ یې یوه ورځ عمومي رخصتي اعلان سوې.

د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام ګټونکی ارجنټاین بېرته خپل هېواد ته راستون سو.

د ارجنټاین فوتبال ملي لوبډله بوینس ایرس هوايي‌ ډګر کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوه او د دې خوښۍ د نمانځنې په مناسبت یې نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.

دغې لوبډلې چې د یکشنبې پر ورځ د فوټبال نړيوال جام پايلوبه کې فرانسې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام په خپل نامه کړ.مینه وال یې ټول پر سړکونو د لوبډلې هرکلي‌ ته ولاړ وو.

د ارجنټاین حکومت ویلي، نن ورځ د ټول هېواد په کچه رخصتي ده،‌مینه وال کولی سي "ملي ټیم د بریال خوښي ونمانځي".

میسي

دا هغه الوتکه ده چې ارجنټابن لوبډله پکې له قطره خپل هېواد ته راستنه شوه، پر وزر یې د میسي انځور لګول سوی.

میسي

یو سر خلاصی بس د بیونس آیرس په هوايي ډګر کې د لوبډلې رارسېدو ته په تمه دی.

میسي

میډ فیلډر اینزو فرنانډیز د بس سر کې لوبډلې سره ولاړ دی او د خپلې بریا پر خوښۍ ډول غږوي

میسي

مینه وال یې له هوايي ډګره د ارجنټاین د فوټبال تر فدراسیونه په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي

میسي

مینه وال یې د دغه هېواد د فوټبال له فدراسیون بهر خپل ټیم ته په تمه دي

میسي

سپین او آبي رنګونه هر ځای خورا ډېر ښکاري