د افغانۍ په ارزښت کې بې ساری کموالی او افغانستان کې د بشري ناورين وېره

Nov 15, 2021 - 10:56
 7
د افغانۍ په ارزښت کې بې ساری کموالی او افغانستان کې د بشري ناورين وېره

د امريکايي ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ژمې په را رسېدو سره ملګرو ملتونو د لوږې، ناروغیو او بېوزلۍ د ناورين خبرداری ورکړی دی.

د کابل د بهرنيو اسعارو بازار شهزاده سرای کې سرچينې وايي چې په ځينو راکړو ورکړو کې د يوه ډالر ارزښت ۹۵ افغانۍ ښودل شوی چې په دې هېواد کې د نويو بانکنوټونو د چاپ او وېش وروسته د ډالر پر وړاندې د افغانیو تر ټولو ټيټ ارزښت دی.

په ۲۰۰۳ کال کې د نويو افغانیو له چلن وروسته يو ډالر په ۴۳ افغانۍ پلورل کېده او د طالبانو په لاس د کابل له سقوط څو ورځې وړاندې د يوه ډالر بيه ۸۷ افغانيو ته پورته شوې وه.

طالبانو د افغانيو د ارزښت د ساتلو لپاره د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه بنديز لګولی دی. طالب چارواکو ټينګار کړی چې د هېواد اقتصادي وضعيت او ملي ګټې دې ته اړتيا لري چې ټول افغانان په سوداګرۍ کې له افغانيو کار واخلي.

د پيسو نړيوال صندوق يا ای اېم اېف په يوه راپور کې ويلي، چې د افغانستان بانکونو کې د ډالرو زېرمې مخ پر کمېدو دي او که طالبان بازار ته د نغدو پيسو په راوړلو کې پاتې راشي، ښايي د هېواد بانکونه اړشي چې خپلې دروازې وتړي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د افغانستان مرکزي بانک په منظم ډول هڅه کوله چې بازار ته د ډالرو په وړاندې کولو سره د افغانيو د ارزښت کمېدو مخه ونيسي.

طالبانو تر دې وړاندې له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتي وو چې په افغانستان کې د خلکو لوږې ته پام وکړي.

خو له هغه راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي د بېکارۍ کچه زياته شوې ده او ورسره زرګونه کسان اړ شوي چې د کار موندلو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وړاندوينه کړې چې د اوسني اقتصادي بحران په دوام د دې احتمال شته چې د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره مخ شي.

طالب چارواکو په وار وار د امریکا په بانکونو کې د افغانستان شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ ميليارده ډالره شتمني کنګل کړې ده خو امريکا د بهرنيو اسعارو زېرمو له خوشي کولو څخه ډډه کړې.