امريکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي.

امريکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ويسټ وایي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې دوه اونۍ مخکې اسلام اباد ته د سفر پر مهال یې له ځایي ملکي او پوځي چارواکو سره ګټورې خبرې کړې دي.
د ویسټ په وینا، په دې لیدنو کې یې له پاکستاني لوري سره د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه غږېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، پاکستان د امریکا مهم همکار دی او دواړه هېوادونه به په ګډه په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.
نوموړي ویلي پاکستان او امریکا د هغو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري چې د اسلام اباد لخوا پرې بندېز لګول سوي دی.
سـکون راډیو