خېبر ولي به د کرکټ نړیوالو جامونو کې د افغانستان لپاره ولوبېږي.

Dec 7, 2021 - 16:08
 8
خېبر ولي به د کرکټ نړیوالو جامونو کې د افغانستان لپاره ولوبېږي.

خېبر ولي تازه د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په هغه نوملړ کې ځای پیدا کړی چې په اسیا کپ او نړیوال جام کې به د افغانستان لپاره لوبه کوي.

خېبر ولي چې لومړی د خپل یوه ملګري له خولې د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په لوبډله کې د خپل نوم د شاملېدو خبره واورېدله، ښایي زړه ته یې نه لوېده، خو دا هغه رښتینی خبر وو چې د کرکټ بورډ پر فیسبوک پاڼه خپور شوی وو.

دی وايي، د دغه خبر په اورېدو یې له خوښې وژړل او په کور کې يې خپلې مور او کوچنیو ورونو ته وویل چې نیستي نو نوره ولاړه.

د داسې یوه چا لپاره چې د یتیمۍ څپېړې وهلی، د لس کسیزې کورنۍ نفقه ورله غاړې ده او له ماښام وروسته د سړکونو پر سر د موبایل کریډیټ کارتونه پلوري داسې یو مقام ته رسېدل یو رښتیا شوی خوب و.

خېبر وایي، د ملي لوبډلې ډېرو لوبغاړو به ترې کریډیټ کارتونه پېرل او ده به تل د هغوی په څېره کې خپل ځان لیده چې بالاخره خپلې دې هیلې ته ورسېد: "شپه ډېره ښه تېره شوه، قسم دی چې له خوشحالۍ نه مې د شپې خوب نه دی کړی، زموږ په ټول کور کې د خوښۍ اختر وو، مور مې له خوشحالۍ نه ژړل، کله مو چې خبر واورېد چې زه په ټیم کې انتخاب شوی یم، دا ما او زما د وروڼو او مور لپاره ډېره لویه خبره ده."

د خېبر نوم اوس- اوس د افغانستان د کرکټ تر نولس کلنو د کم عمره ځوانانو په هغه نوملړ کې شامل شوی چې د همدې فارمټ په اسیا کپ او نړیوال جام کې به د افغانستان لپاره لوبه کوي.

په اسیا کپ سیالیو کې چې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹ مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګلدیش، کویټ، نیپال او متحده عربي اماراتو لوبډلې برخه لري.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام په را روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې په وېسټ انډیز کې ترسره کېږي، چې افغانستان له پاکستان، زمبابوې او پاپو نیوګیني سره په سي ګروپ کې دی.

ملي او د نولس کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته لار موندل ډېره اسانه خبره هم نه ده.

دلته باور دا دی چې دې فارمټونو ته د لار موندنې لپاره یو لوبغاړی باید د ښه استعداد ترڅنګ په کرکټ بورډ کې پراخه اړیکې هم ولرې.

خو خېبر ولي وایي، نه یې واسطه درلوده، نه رابطه، یوازې د لوبډلې د غوراوي ډلې ته یې خپل استعداد وښود، په لومړي سر کې له پنځوسو لوبغاړو پنځه ویشتو ته او وروسته د لوبډلې اصلي برخې ته غوره شو.

نوموړی زیاتوي: "نه څوک پېژنم او نه واسطه لرم، غریب سړی یم او د سړک په سر کارتونه خرڅوم، خو دا دی چې وړتیا مې ښودلې او د خپلې وړتیا پر بنسټ ټیم ته راغلم، په پنځوسو کسانو کې مې رنزونه وکړل، په پنځه ویشتو کې راغلم او هلته مې پرفارمنس وکړو دادی ټيم ته راغلم."

افغان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ډاډ ورکړی چې د اړیکو پر ځای استعداد ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې دا ډول پټ استعدادونه راښکاره کړي، خو وړاندې تر دې د کرکټ بورډ د غواروي په کمېټه پراخه انتقادونه موجود وو.

شکایت دا وو چې د غواروي برخه کې خپلوۍ او اړیکو ته پام کېږي او د لوبغاړو استعداد ته نه کتل کیږي.

خېبر ولي په ښي لاس ټاپ ارډر کې توپ وهنه کوي او تمه ده چې د خپلې وړتیا په مټ به په راتلونکو دوو مهمو نړیوالو جامونو کې ښې بریاوې خپلې کړي.

خېبر چې له اوسه په ننګرهار کې د راتلونکو سیالیو لپاره په تمریناتو بوخت دی، وايي هڅه به وکړي چې د افغانستان لپاره ښې لوبې وکړي: "اسیا کپ او نړیوال جام وړوکی کرکټ نه دی، زه سر له اوسه ورته تیاری نیسم انشالله د افغانستان لپاره به ښه خواري وکم او بریاوې به راوړم."

خېبر ولي له اره د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی، تر دولسمه يې زده کړې کړي خو وايي، د پلار له مړینې وروسته خوارۍ او مزدورۍ د زده کړو د دوام چانس ترې واخیست.

کشران وروڼه یې د جلال اباد ښار په زړه مخابراتو څلور لارې کې په پنځه، پنځه افغانیو پردۍ ریکشو ته سپرلۍ پیدا کوي.

یو ورور یې شاکر نومېږي چې خپله خوښي نه شي پټولای: "دلته راځم له سهاره تر ماښامه په پنځه روپۍ پردۍ ریکشې ډکوم، موږ بیګاه دومره خوشحاله وو چې ټولو ژړل چې دا دی یو ورور خو مو یو ځای ته ورسېد، ما خو لا څه کې چې مور مې خبره شوه په چیغو چیغو يې وژړل چې موږ غریبانان یو او خدای مو قسمت راپورته کړو."

افغانستان د کرکټ په برخه کې د ښه استعدادونو ټاټوبی بلل کېږي او یو شمېر ځوان لوبغاړي يې همدا اوس هم په نړیوالو لیګونو کې لوبیږي.

د کرکټ مینه وال چې اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې شته او په کرکټ هم لږ او ډېر پوهېږي وایي، په افغانستان کې د خېبر ولي په شان ډېر په ایرو کې پټ استعدادونه شته چې اوس په سپېرو ډېرانونو کې کرکټ کوي.

دوی د کرکټ بورډ له نویو مشرانو غواړي چې دا استعدادونه راپیدا او تر نړیوالو ډګرونو پورې یې ورسوي.