بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه غندلې

Dec 7, 2021 - 16:27
 6
بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه غندلې

بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه غندلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي دلته د حاکم نظام مشروع حق دی او باید نړیواله ټولنه دې مسئلې ته درناوی وکړي.

بلخي وایي، د افغانستان نوی حکومت پر ټول هېواد واکمني لري، امنیت یې تامین کړی او نړیوالو تعاملاتو ته تیار دی، نو له همدې امله ملګرو ملتونو ته په کار وه چې د دوی دایمي استازی ومني.

نوموړی دغه راز وایي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني حکومت استازی له مرکز سره هېڅ راز اړیکه نه لري، نو د هغه ماموریت قانوني بڼه نه لري او نه هم افغانستان ته ګټه رسولی شي.

هغه پر ملګرو ملتونو او نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې له خپلو فشارونو لاس واخلي او له افغانانو سره دې خپلو اړیکو ته ادامه ورکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په رسمي توګه تصویب کړه چې د افغانستان، میانمار او وینزویلا په څوکیو کې دې د دغو هېوادونو مخکني استازي پاتې شي.

په دې توګه د افغانستان استازی غلام محمد اسحاقزی پر خپل ځای پاتې شو او خپل ماموریت ته به دوام ورکوي.