امریکا خپل ۴۷۹ اتباع او ۴۵۰ دایمي اوسېدونکي له افغانستانه ایستلي

Dec 14, 2021 - 15:40
 3
امریکا خپل ۴۷۹ اتباع او ۴۵۰ دایمي اوسېدونکي له افغانستانه ایستلي

د امریکا متحده ایالاتونو د اګسټ له ۳۱مې نېټې راهیسې له ۹۰۰ څخه زیاتو امریکایي اتباعو او د دایمي استوګنې 'ګرین کارت' لرونکو سره له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، ۴۷۹ امریکايي اتباع او ۴۵۰ دایمي اوسېدونکي او کورنۍ یې له افغانستانه ایستلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل سوي، وزارت لا هم له لسګونو امریکایانو سره په تماس کې دی چې غواړي له هېواده ووځي او د سفر اسناد لري.

متحده ایالاتو د اګسټ په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه او څه باندې ۱۲۴ زره کسان یې وایستل چې لویه برخه یې د امریکایي پوځیانو افغان همکاران او د هغوی کورنۍ وو.

خو په زرګونو افغانان چې پخوا یې له امریکا سره کار کړی لا هم په افغانستان کې له خطر ډکې شپې او ورځې تېروي.