ا ا ا له روسيې سره د نفتي او خوراکي موادو د تامين قرارداد لاسليک کړی

Sep 28, 2022 - 16:47
 9
ا ا ا  له روسيې سره د نفتي او خوراکي موادو د تامين قرارداد لاسليک کړی

 د سوداګرۍ سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي وایي چې له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د تامین په برخه کې یو موقت قرارداد لاسلیک کړی دی.

ښاغلي عزیزي رویترز خبري آژانس ته ویلي چې وزارت یې هڅه کوي چې په سوداګریزو شریکانو کې تنوع رامنځته کړي او روسیې ا ا ا ته په متوسط ډول په نړیواله کچه په توکو کې د تخفیف وړاندیز کړی دی.

د عزیزي په خبره روسیه به شاوخوا یوملیون ټنه پترول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه ملیون ټنه غنم په کال کې افغانستان ته ورکوي.

هغه د نرخونو او داچې پیسې به یې په څه ډول روسیې ته ورکول کېږي، نورجزیات نه‌دي ورکړي.