د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د وزیرانو شورا مشر ټاکل سوی

د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ د وزارتونو د تعدیل پرېکړه کې د وزیرانو شورا مشر ټاکل شوی دی.
په سعودي عربستان کې تر ډېره پاچا د وزیرانو د شورا مشر وي.
محمد بن سلمان ته له څو کلونو راهیسې د سعودي د پاچا په سترګه کتل کېږي. دی مخکې د وزیرانو مرستیال وزیر هم تېر شوی او د خپل پلار پاچا سلمان په واکمنۍکې یې دفاع وزارت مخته بېولی دی.
دغه شهزاده د هېواد په ټولنیزو او کلتوري برخو کې بدلونونه راوستل، خو د مخالفانو د غږ نه پورته کولو لپاره یې د ځپلو کمپاین هم پیل کړی و.
د شهزاده محمد پر ځای د هغه کشر ورور خالد بن سلمان د دفاع وزیر ټاکل شوی، چې مخکې مرستیال دفاع وزیر و.
د پاچا د فرمان له مخې- چې سعودي رسمي خبري رسنیو خپور کړی- د کورنیو او بهرنیو چارو او انرژۍ په ګډون د نورو مهمو وزارتونو وزیران لا پر خپل ځای پاتې دي.
محمد بن سلمان په ۲۰۱۵ کال د سعودي دفاع وزیر ټاکل شوی و.
سعودي له څو کلونو راهیسې د ۸۶ کلن پاچا سلمان د ځایناستي په لټه کې و، ځکه چې له څو کلونو راهیسې د پاچا سلمان روغتیايي وضعیت ښه نه و.