په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي د افغانستان په اړه څرګندونو غبرګونونه راپارولي

Feb 3, 2023 - 13:30
 2
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي د افغانستان په اړه څرګندونو غبرګونونه راپارولي
د پاکستان استازي منیر اکرم تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته پخپله و ینا کې ویلي، هغه بندیزونه چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري لګول سوي، ‌تر ډېره د پښتنو له کلتوري‌ برخې سرچینه اخلي،‌ نه له مذهبه.
ده ویلي د همدې کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل سي.
د پاکستان د استازي دغه څرګندونې د یو شمېر خلکو او په ځانګړې توګه د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق همدې غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستاني استازي څرګندونې په کلکه رد کړې.
ګڼو افغانانو بیا ویلي چې منیر دې په ملګرو ملتونو کې د ناسمو څرګندونو په اړه له پښتنو بښنه وغواړي.
سکون راډیو