د افغاني سره میاشت ټولنه وايي، ۱۱ زره په زړه سوري ماشومان یې ثبت کړي او هڅه کوي چې په هېواد کې دننه یا بهر یې درملنه وکړي.

Feb 3, 2023 - 16:27
 9
د افغاني سره میاشت ټولنه وايي، ۱۱ زره په زړه سوري ماشومان یې ثبت کړي او هڅه کوي چې په هېواد کې دننه یا بهر یې درملنه وکړي.
د دې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی وايي، له ۲۰۰۸ څخه تر اوسه پورې په هېواد کې دننه او بهر د ۱۳ زره ماشومانو د سوریو زړونو درملنه سوې ده.
د ده په وینا، دا پروسه د یوه کال په مخه درېدلې وه خو له تېرو ۵ میاشتو راهیسې بیا پیل سوې ده.
شرفزوی وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې ۱۸۴ تنه تداوي سوي او کورونو ته تللي، خو په دې موده کې ۱۱ زره نور ثبت سوي چې باید په داخل او یا خارج کې تداوي سي.
سکون راډیو