یونېسف: افغانستان کې د اساسي توکو د وېش لپاره هڅې کوو

Jan 22, 2022 - 13:57
 4
یونېسف: افغانستان کې د اساسي توکو د وېش لپاره  هڅې کوو

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې د اساسي توکو د وېش لپاره د دوی هڅې روانې دي.

یونیسف نن شنبه په خپل رسمي ټویټر کې له یوه متن سره یوه ویډیو هم خپره کړې چې وايي، د ژمي له سختېدو سره د دوی ټیمونه د خیمو، کالیو او بړستونو په ګډون د ضروري مرستو په رسولو بوخت دي.

دغه اداره وايي، یوازې یې په هرات ولایت کې پر ۱۷۰۰ کورنیو دغه مرستې وېشلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د پنجشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، دا ډېره مهمه ده، چې له افغانستان سره بشري مرستې لا زیاتې سي، ځکه افغانان په داسې وضعیت کې دي، چې د لوږې له کبله یې ژوند ته د مرګ خطر پېښ دی.

انتونيو ګوتیریش په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او په کاد ده چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له دغه هېواد سره د نقدو پیسو مرستې وسي.