د هلمند مرکزي محبس څخه ۸۰ تنه بندیان خوشي او خپلو کورونو ته ستانه سول.

Jan 25, 2022 - 16:35
 13
د هلمند مرکزي محبس څخه ۸۰ تنه بندیان خوشي او خپلو کورونو ته ستانه سول.

دغه زندانیان دنشه یی توکو د استعمال په تور نیول سوي وه چي تر پنځه میاشتو بند تېرولو او بشپړي روغتیا وروسته د اسلامي امارت لخوا په ضمانت خوشي سول.

نن د هلمند مرکزي محبس څخه ۸۰ تنه هغه زندانیان چي د کلنو راهیسي د نشه یی توکو په استعمال روږد وه او د اسلامي امارت لخوا د نشه یي توکو د استعمال د مخنیوي او درملني په موخه نیول سوي وه ، تر پنځه میاشتني بند تیرولو وروسته خوشي او خپلو کورنیو ته ستانه سول. د هلمند مرکزي محبس مسؤلین وایي: دغه ۸۰ تنه بندیان یي د هغوي د دوستانو اوکورنیو د غړو د ضمانت په اساس خوشي کړل.

د زندان د مسؤلینو په خبره خوشي سوي بندیان به د اسلامي امارت لخوا څارل کیږي او ترڅنګ به یي هره اونۍ همدا خوشي سوي زندانیان محبس ته حاضریږي او د دوی روغتیایي حالت به څېړل کیږي. د هلمند د مرکزي زندان د مسؤلینو په خبره که چیري کوم خوشي سوی بندي بیا د نشه یی توکو د استعمال په جرم ونیول سي نو داځل هغوی د یو کال بند په سزا محکوم سي.

همداراز خوشي سوي زندانیان چي له هرډول نشې څخه خلاص سوي او دا مهال د بشپړي روغتیا څخه برخمن دي وایي: ژمنه کوي چي له دې وروسته به هیڅ ډول نشه یي توکي استعمال نه کړي، همدارنکه دوی له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړل چي په ښار او لیري پرتو سیمو کي دي نورهم د ساقي خانو اونشه یي توکو د پلورونکو د مخنیوي لپاره خپل اقدامات چټک کړي.

دیادوني وړده چي پدي وروستیو کې امنیتي ځواکونو هلمند کي د غلا، جنایي پیښو، غصب، کورني تاوتریخوالي، قتل اونورو جرمونو په تور ګڼ شمېر کسان نیولي،چي ډيری یې دنشه یي توکو د استعمال په تړاو دا مهال زندان کي شپي او ورځي تېروي.