سبا چهارشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غږیږي

Jan 25, 2022 - 16:42
 11
سبا چهارشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غږیږي

ټاکل سوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا چهارشنبې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه به د افغانستان پر وخت د ماښام ۷نیمې بجې پیل شي. رسنۍ هم کولی شي چې دغه غونډه په ژوندۍ بڼه تعقیب کړي.

یوناما ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ به هم د امنیت شورا دې غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

ناروې چې د افغانستان په اړه د یکشنبې له ورځې راهیسې د درې ورځنۍ غونډې کوربه دی، په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري.

دې غونډې ته د اسلامي امارت د حکومت یوپلاوی، د لویدیځو هېوادونو استازي او د ښځو په ګډون د افغاني ټولنې مختلف قشرونه وربلل سوي دي.