د کندهار د انارو صادرات راکم سوي

Jan 25, 2022 - 16:47
 25
د کندهار د انارو  صادرات راکم سوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه بهر ته د انارو صادراتو د را کمېدو خبر ورکوي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل رییس عبدالباقي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د روان لمریز کال په ۹ میاشتو کې یوازې ۶۹۸ ټنه انار بهر ته صادر سوي، په داسې حال کې چې تېرکال دا اندازه ۳۴ زره و ۴۰۸ ټنه وه.

د ښاغلي باقي په وینا، د ټرانزیټي لارو د تړل کېدو او دغه شان د هوایي دهلیز له لارې د صادراتو بندېدل د دې لامل سوه چې د کندهار ولایت ډېر انار له منځه لاړ سي چې بڼوالو ته یې لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې د دغه چارواکي په خبره، د اقتصادي ستونزو له امله سږکال د کندهار انارو کورنی بازار هم سوړ وو.

ښاغلی باقي وایي، تېر کال دوی دوبۍ، هند، پاکستان او ایران ته انار صادر کړي و، خو سږ کال یوازې هند او پاکستان ته صادر سوي دي.