د عشر او زکات راټولولو اداره جوړیږي.

Jan 25, 2022 - 17:19
Jan 25, 2022 - 17:20
 11
د عشر او زکات راټولولو اداره جوړیږي.

د افغانستان سرپرست حکومت پرون په خپله شلمه غونډه کې د عشر او زکات د راټولو لپاره د ادارې جوړېدو پرېکړه کړې ده.

د یادې غونډې په اړه د خپرو سویو معلوماتو له مخې، دغه راز په یاده ناسته کې د بشري مرستو د وېش برخه کې پر روڼتیا هم ټینګار سوی دی.

د دغې ادارې جوړېدو پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې د چارو یو شمېر شنونکي د مالیې وزارت په موجودیت کې د عشر او زکات ادارې جوړېدل غیر ضروري کار بولي خو یو شمېر نور بیا د دې ادارې جوړېدل د کلیوالي سیمو لپاره ځکه اړین بولي چې په وینا یې په کلیوالي سیمو کې خلک بانکوالي سیستم ته لاسرسی نه لري نو د ځمکو او باغونو له خاوندانو د عشر او زکات راټولو لپاره د داسې یوې ادارې موجودیت لازم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته ګڼ وګړي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.