يو افغان - امريکايي شرکت غواړي د حاجي ګک په کان کې پانګونه وکړي

Jun 16, 2022 - 21:31
 13
يو افغان - امريکايي شرکت غواړي د حاجي ګک په کان کې پانګونه وکړي

 د کانونو او پټرولېم وزارت ویاند عصمت الله برهاني نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې وزارت سرپرست د منځنۍ اسیا د نړۍوال شرکت له مشر سره په لیدنه کې په دې اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند وايي، چې د منځنۍ اسیا نړۍوال شرکت چې په افغانستان او متحده ایالاتو کې کار کوي، لېوالتیا ښودلې چې د بامیانو د حاجي ګک په کان کې لسکونه میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولېم سرپرست وزیر ملا شهاب الدین دلاور ویلي، هغو ملي او نړۍوالو شرکتونو ته به هر ډول امکانات برابر کړي چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه کوي.