ملګري ملتونه: ۲۰۲۱ کې تر ۸۹ ميليونه وګړي له خپلو کورو بې ځایه سوي دي

Jun 16, 2022 - 18:38
 11
ملګري ملتونه: ۲۰۲۱ کې تر ۸۹ ميليونه وګړي له خپلو کورو بې ځایه سوي دي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍیا UNHCRوایي چې تیر۲۰۲۱ کال په نړۍ کې د هغو کسانو شمیر چې د خپلو کورونو پریښودو ته اړکړای شوي بیسارې کچې ته رسیدلی.

د ګلوبال ټرینډس په نوم راپورکې چې دې کمیشنرۍ نن خپورکړې ویل شوي چې تیرکال په ټوله نړۍ کې له ۸۹ ملیون زیات کسان د جګړې، تاوتریخوالي، ځورونې، او له بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله بې ځآیه شوي دي. UNHCRویلي پراوکراین د روسیې یرغل له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د خلکو د بې ځایه کیدو ترټولو ستراو چټک بحران رامنځ ته کړی دی.

د دغه راپورله مخې د اوکراین ترڅنګ په افغانستان او افریقا کې نورو بیړنیو مسایلو پردې لړۍ اغیزکړی او په روان ۲۰۲۲ کال کې یې په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر له سلو میلونو زیات کړی دی.