کاناډا ته د رسېدلو افغان کډوالو شمېر له ١٦ زرو تنو واوښت

Jun 18, 2022 - 16:50
 7
کاناډا ته د رسېدلو افغان کډوالو شمېر له ١٦ زرو تنو واوښت

کاناډايي چارواکي وايي، د هغو افغان کډوالو شمېر څه باندې ۱۶ زرو ته ورسېد چې دغه هېواد ته انتقال شوي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې ده.

هغه ويلي، تازه د جون په ۱۷ یعنې جمعه ۳۱۳ افغان کډوال له پاکستانه ونکوور ته ورسېدل.

فریزر ویلي، دا هغه افغانان دي چې د کاناډا له ماموریت سره یې همکاري کړې.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر ویلي، په ګډه کار کوي څو د دغو کډوالو اړتیاوې ورپوره کړي.